د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته د نړیوالو د لېوالتیا په پام کې نیولو سره، ملګري ملتونه د افغانستان د کړکېچ په کمولو کې مرکزي رول لوبولی شي.

 لیکوال: دکتور سلطان برکات، د دوحې په انسټیټیوټ کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز رییس.

لکه څرنګه چې افغانستان په پرلپسې ډول ویجاړونکي اقتصادي او بشري ناورین لور ته روان دی، په دغسې حالت کې یواځې یو نړیوال لوبغاړی شتون لري چې کولی شي له دې هیواد سره مرسته وکړي چې هغه: دملګرو ملتونه اداره ده، په داسې حال کې چې د دې سازمان غړي هېوادونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو بحث کې بوخت دي، ملګري ملتونه لا هم د افغان ولس په ملاتړ کولو کې مهم رول لوبولی شي. په حقیقت کې ملګري ملتونه د یوې نړیوالې ادارې په توګه یواځینۍ اداره ده چې ډیری وختونه هغه مسولیتونه په غاړه اخلي چې هیڅ یو هیواد ئې نه غواړي په یواځې سر ئې په غاړه واخلي.

 سره ددې چې ملګري ملتونو اداره  د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمینځ د خبرو اترو او د سولې بین الافغاني بهیر څخه لرې پریښودل شوې وه، مګر بیا هم ملګري ملتونو ته اوس په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لړ کې داصلي دروازې(لارې) په توګه لیدل کیږي. که چیرې دولتونه په انفرادي توګه دطالبانو سره د ملګرو ملتونو د ادارې دتعامل او ښکیلتیا مخنیوي وکړي، او د ملګرو ملتونو اداره په خپل لاس کې نیسي، نو دا کار به هرو مرو د ملګرو ملتونو په سیسټم کې روښانه ضعفونه راپورته کړي. لکه څنګه چې نړۍ طالبانو ته انتظار کوي چې دوی دا ثابته کړي چې دوی بدل شوي دی، ملګري ملتونه هم باید خپل چلند بدل کړي او غوره به دا وي چې لاندې پیغامونو په پام کې ونیسې.