دې ورزو کې افغانستان له یو نازک حالت سره مخ دی، چې په داسې حالت کې د پوهنې/تعلیم نظام د سقوط د مخنیوي په خاطر نړیوالو مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري. د پوهنې په برخه کې په تیرو ۲۰ کلونو کې پرمختګونه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د لاسته راوړنو یو غوره نښه (سمبول) دي، چې له ۹ میلیونو څخه ډیر ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي.
په هرصورت، د یونیسف بیان مطابق، اوس مهال له ۴ ملیون څخه ډیر ماشومان له ښوونځي څخه بهر دي، چې نیمایي څخه زیاتې ئې نجونې دي. هغه ګډوډ اقتصادي حالت او بشري ناورین چې هېواد یې ځپلی دی، داسې وړاندوینې کېږي چې په راتلونکي کال کې به دغه حالت لا نورهم خراب لورته لاړشي، او د تېرو دوو لسیزو پرمختګونو به له مینځه تللو ګواښ سره مخ شي. په هرات ولایت کې په سلګونو زره ښوونکو ته له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې معاشونه نه دې ورکړل شوي، او له طالبانو یې غوښتي چې معاشونه یې ورکړي.
دا په تیزۍ سره خرابیدونکی وضعیت په نړۍ کې د تعلیم ترټولو خراب بیړني حالت رامینځته کوي.( یو ان اچ سی آر) [ UNHCR]خبرداری ورکړی چې نږدې 23 ملیونه خلک له خورا سختې لوږې، او۹ نهه ملیونه د قحطۍ له خطر سره مخ دي. د افغانانو اقتصاد او دژوندانه وسائل له ګواښ سره مخ کیدو حالت کې، به ممکن ډیری افغان کورنۍ دې ته اړ شي چې د زده کړې تعقیب پرځای دخپل ژوند د بقا انتخاب غوره کړي. دا یو حقیقت دی که چیرته مدرسې په افغانستان کې د ښوونځيو د اصلي بڼې په توګه بیا راپورته کیږي، نو لوی احتمال شته چې د زده کړې کچه او کیفیت به په چټکۍ سره راټیټ شي، او د افغان ماشومانو لا دمخه محروم نسل به د زده کړې دفرصتونو څخه نور هم پسې محروم شي.
د بحران د کمولو لپاره، تعلیم ته باید د سیاست په پرتله لومړیتوب ورکړل شي. د ښوونې او روزنې سپیڅلتوب یوکلک ساتل شوی ټولنیز ارزښت دی، چې له یوې خوا په اسلام کې په مرکزيت کې ځای لري. "د خپل رب په نوم ولولئ"، دا مفهوم د قرآن کریم لومړی آیت دی چې پر حضرت محمد (ص) نازل شوی دی.
پرته له شکه چې د زده کړې دغه ارزښت ساتل د طالبانو په واک کې راتللو وروسته، د دې ډلې مسؤلیت ګرځي چې وې ساتي. په هرصورت، د ننګونو لوړې کچې ته په کتوسره، دلته نړیوال ملاتړته په چټکۍ سره اړتیا ده. لاندې پیغامونه باید دافغانانو او نړیوالو برخه اخیستونکو/کار کوونکو لخوا په پام کې ونیول شي، او دتعلیمي بحران د حل کولو لپاره باید په ګډه کار وکړي.